افغانستان

د ارغواني شنبو غورځنګ: پر زده کړو بندیز د افغانستان په پرمختګ کې «ستر خنډ» رامنځته کړى

Women protesters. File photo.

د ارغواني شنبو غورځنګ: پر زده کړو بندیز د افغانستان په پرمختګ کې «ستر خنډ» رامنځته کړى

د ارغواني شنبو غورځنګ  د نجونو لپاره د ښوونځيو د يو زرو ١٢٣ ورځو تړلو په تړاو ویلي، چې د طالبانو لخوا دغه بندیز د جنسیتي برابرۍ او ځواکمنتیا په لور د هېواد په پرمختګ کې «ستر خنډ» رامنځته کړی دی.

دغه غورځنګ چې مشري یې د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف آروین کوي، په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د بشري حقونو د بنسټونو له فشارونو سره سره؛ د طالبانو لخوا د لګول شوي دغه بنديز په اړه د نړيوالې ټولنې چلند «په اندېښمنونکې توګه» نرم شوى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د پرېکنده اقدام نشتوالی نه یوازې طالبان زړور کوي؛ بلکې  په نړۍ کې د ښځو د حقونو د لومړیتوب په اړه د اندېښنې وړ پیغام لري.»

د ارغواني شنبو غورځنګ د زده کړو له دوامه د نجونو او ښځو د محروميت پایلې له فردي حقونو څخه پورته ګڼي او زیاتوي چې دغه بندیز د ټولنې پر بېلابېلو برخو جدي منفي اغېزې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر هېواد د خپل حاکمیت له ترلاسه کولو راهيسې نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له زده کړو منع کړي او د پوهنتونونه دروازې یې د نجونو پر مخ تړلې دي.

په همدې حال کې طالبانو د خپلې درې کلنې واکمنۍ په موده کې له ۷۰ څخه د زیاتو فرمانونو او لارښوونو په صادرولو سره د ښځو ټول اساسي او بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او آن په پارکونو کې د ګرځېدو اجازه هم نه ورکوي.

تازه، طالبانو د « امربالمعروف  او نهى عن المنکر» تر سرليك لاندې د نوي قانون په توشيح سره په عامه ځایونو کې چې نارينه حضور ولري، د ښځو مخ او غږ منع کړي دي.

طالبانو په دغه قانون کې ویلي چې د ښځو مخونه او غږ«عورت» دی او ښځې باید په عامه ځايونو کې داسې خبرې ونه کړي چې نارینه یې واوري.