افغانستان

طالبانو په خوست کې ٨ تنه د خلکو د سترګو په وړاندې په درو ووهل

طالبانو نن (پنجشنبه د تلې ۲۶مه) په خوست ولایت کې اته تنه د خلکو د سترګو په وړاندې په درو ووهل.

د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه اته کسان د « بډو اخېستلو، جعلکارۍ او فریبکارۍ» په تور په دار درو وهل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې له دغو تورنو کسانو څخه شپږ تنه په یو یو کال بند او هر یوه د ۳۵ درو په سزا محکوم شو.

خبرپانه زیاتوي، چې یو تن په دوه کاله بند او ۳۹ دُرو او بل په یو کال بند او ۳۵ دُرو محکوم شو.

پرون (چهارشنبه) د طالبانو سترې محکمې په درې جلا جلا خبرپاڼو کې وویل چې په کابل، لغمان او خوست ولایتونو کې یې د څلورو ښځو په ګډون لس تنه په درو وهلي دي.

طالبانو په تېره یوه میاشت کې د دغو شپږو کسانو په ګډون تر ۵۰ ډېر کسان په بېلابېلو ولایتونو کې او په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تېره اونۍ په یوه پرېکړه لیک کې چې د طالبانو له خوا بدني مجازات وغندل او د بندېدو غوښتنه یې وکړه.

بل خوا د بشري حقونو بېلابېل بنسټونه د طالبانو له لوري دا ډول سزاوې د بشري حقونو له ارزښتونو سره په ټکر کې بولي.