افغانستان

سرچینې: په هرات کې یوه ځوانه نجلۍ د خپل ورور له خوا ووژل شوه

د هرات ولایت سرچینې آمو ته وایی چې یوه ځوانه نجلۍ د خپل ورور له خوا په چاقو ووژل شوه.

د دغو سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه نجلۍ ٢۴ کلنه وه او دا پېښه د دوشنبې په ورځ (د تلې ٢۴مه) د هرات ښار په «نمبر يک» سيمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا، دا پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه چې نجلۍ د «جبري واده» لپاره د خپل ورور غوښتنه رد کړه.

سرچینه زیاتوي، چې د دغې نجلۍ ورور د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

د هرات ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.