افغانستان

په جينوا کې د افغانستان استازي د کډوالو د وژل کېدو د پیښې د سمدستي څېړلو غوښتنه وکړه

په جينوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان استازي نصير احمد اندېشه د چهارشنبې په ورځ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېسيون د ٧۵مې غونډې په شپږمه ورځ په خپله وينا کې وويل، ،د ایران پر پوله  د افغان کډوالو د مرګ-ژوبلې پېښه «جدي او سمدستي» څېړنې ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه:«موږ د ایران، پاکستان او افغانستان پر پوله په  څه باندې ۲۰۰ افغان اتباعو باندې د ډزو په اړه دردونکي راپورونه ترلاسه کړي دي. دا پېښه سمدستي څېړنو ته اړتیا لري او که چیرې معلومات تایید شي، نو په یوې سختې سرحدي پېښې بدلېدلاى چې هر اړخېز څېړنو او ځواب ورکولو ته اړتیا لري.»

ښاغلي اندېشه په دې ناسته کې په ډاګه کړه، چې افغان کډوال له یوې خوا د طالبانو له ظالم رژیم سره مخ دي، چې له یوې خوا یې حقونه او آزادي محدودوي او له بلې خوا په کوربه او درېمو هیوادونو کې «پردي ځپنې او غیر انساني چلند» له زیاتوالي سره مخ دي. چیرې چې د کډوالۍ ضد احساسات په خطرناک ډول مخ په زیاتېدو دي.

هغه همداراز وویل چې له هغه وخته چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړى، شاوخوا اته میلیونه افغانان چې د دغه هېواد د نفوس څلورمه برخه جوړوي، نورو هېوادونو ته پناه وړې ده. هغه زیاته کړه چې دا شمېره آن د شوروي د اشغال پرمهال د کډوالۍ څپې څخه هم زياته شوې ده.

په همدې حال کې طالبانو اعلان کړی چې د دې پېښې د څېړلو لپاره د دوی د رٸيس الوزرا لخوا یوه د پلاوى تشکيل شوى دى.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په وینا، په دغه پلاوي کې د طالبانو د ادارې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست چارواکي شامل دي.

د حال وش دبشری حقوقو بنسټ چې په خپله وينا يې په ایران کې د مذهبی اقلیتونو دحقوقو او همداشان د سیستان او بلوچستان ايالت په مسٸلو باندې کار کوی د لومړی ځل لپاره د افغان کډوالو د ویدیو په خپرولو سره دغه مسٸله راپورته کړه.

دغه بنسټ د دغې پېښې د ټپيانو په حواله ويلي چې په دې پېښه کې لسګونه کسان وژل شوي دي. خو تر اوسه په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی روښانه شوی.

دغې پېښې په افغانستان کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې ایراني پوله ساتو د هېواد يو شمېر کډوال وژلي او ټپيان کړي دي.

طالبانو ویلي دي چې ددې پېښې له روښانه کېدو وروسته پرېکړه وکړي.