افغانستان

 ايراني چارواكی وايي، چې په ايران كې د افغانانو د موټر چلولو جواز اعتبار نه لري

د تهران د ترافیکو د مشر ابوالفضل موسوی پور وايي، په ایران کې د افغانانو د موټر چلولو جواز د اعتبار وړ نه دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ابوالفضل موسوی پور ویلي: «په ایران کې اتباع کولی شي د خپل هویت له تایید او د مقرراتو سره سم په ځانګړو شرایطو کې د موټر چلولو جواز ترلاسه کړي.»

هغه ټینګار وکړ چې بهرني اتباع نشي کولی د موټر چلولو له جواز پرته موټر یا موټرسایکل وچلوي.

دغه ایراني چارواکي ویلي چې بهرني اتباع باید د موټر چلولو د جواز لپاره چې ځانګړې قانوني کړنلاره لري، غوښتنه وکړي.

هغه وويل: «له هر ډول اقدام څخه مخکې بايد د بهرني اتباع هويت مشخص شي او معلومه شي چې هغه په ​​قانوني توګه زموږ په هېواد کې حضور لري.»

تر دې مخکې د زمري په میاشت کې د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر اېکس لیکلي وو چې د لومړي ځل لپاره به په افغانستان کې د نړیوالو معیارونو له مخې د الکترونیکي جوازونو د وېش لړۍ پیل شي.

په داسې حال کې چې ایران په خپله خاوره کې د افغانستان د موټر چلولو جواز باطل اعلان کړ، خو له درېیو کلونو راهیسې یې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.