د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د طالبانو چارواکي په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
خلیل حقاني د طالبانو او ایران د حکومت ترمنځ د ګډ میکانیزم پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دا پروسه باید په باعزته توګه ترسره شي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې بربنسټ، طالبانو له ایران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو پر بېرته راستنولو ټینګار کړی دی.
که څه هم طالبانو د دې ناستې نور جزٸیات نه دي ورکړي، خو طالبانو ویلي، چې دوی په ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت او د کار، زده کړو او کور جوړولو په برخو کې د دوی پر ستونزو خبرې کړې دي.
د طالبانو د کډوالو چارو د وزارت مالي او اداري مرستیال کلیم الرحمن فاني له ایران غوښتنه کړې چې له طالبانو سره تعامل وکړي او ويلي يې دوى د اسلامي شریعت سره سم د ټولو ګاونډیانو حقوقو ته ژمن دي.
خو د دې ټولو سره سره، د طالبانو په خبرپاڼه کې د ښاغلي قمي په حواله راغلي چې ایران په هر ډول سختو حالاتو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی.
د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي په هغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه رد کړل او ویې ویل چې د کډوالو ټولو حقونو ته درناوی لري.
په افغانستان کې د ایران سفارت تر اوسه د دغې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.