طالبانو په خوست کې دوه تنه د «لواطت» په تور په عام محضر کې په درو ووهل.
د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی له دغو تورنو کسانو څخه یو یې په «۳۵ درو» او دوهم کس یې په «۳۰ درو» وواهه.
د دغې خبرپاڼې له مخې، طالبانو یو تورن په دوه کاله او شپږ میاشتې بند او دویم تورن په یو کال بند محکوم کړی دی.
د يادولو وړ ده، چې طالبانو دغه دوه کسان د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې مجازات کړي دي.
په تېرو درېیو اونیو کې طالبانو د دغو دوو کسانو په ګډون تر ۳۰ ډېر کسان په بېلابېلو ولایتونو کې په «عام محضر کې» په درو وهلي دي.
د طالبانو د څرګندونو څخه د آمو لخوا د راټولو شویو احصایو پر بنسټ، په تېرو درېیو کلونو کې لږ تر لږه ۷۰۰ تنه د طالبانو لخوا په بېلابېلو ولایتونو کې په درو وهل شوي دي.
ملګرو ملتونو هم په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې طالبان له نیوکو سره سره خلکو ته فزیکي سزا ورکوي.
ملګري ملتونه او همدارنګه د بشري حقونو نورو نړیوالو سازمانونو تل د طالبانو له خوا د خلکو د جسمي مجازاتو بندولو غوښتنه کړې ده.