سویلي آسیا

د چین لومړي وزير په پاکستان کې د ګوادر هوايي ډګرپرانسته وکړه

د چين لومړي وزير لي کيانګ او د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د ګوادر نړيوال هوايي ډګر پرانسته وکړه.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دغه لویه پروژه د چین – پاکستان د اقتصادي دهلېز له خوا تمویلېږي.

د يادونې وړ ده چې د ګوادر نړيوال ډګر د دغه هېواد په بلوچستان ايالت کې چې په دغه هېواد کې له پرله پسې ناکراريو سره مخ ده، جوړېږي.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې دوی تمه لري چې د ياد هوايي ډګر جوړول به د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز په چوکاټ کې د سوداګرۍ او اړيکو په اسانولو کې مهم رول ولوبوي.

دا هوايي ډګر په داسې حال کې پرانستل شو چې د چين لومړي وزير لي کيانګ پرون (دوشنبه د ميزان په ٢٣مه) له سختو امنيتي تدابيرو سره اسلام اباد ته ورسېد.

 د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په تشريفاتي ګارد ښاغلي لي کيانګ هرکلي وکړ.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې په دې سفر کې د شهباز شریف او لي کیانګ ترمنځ  خبرې اترې هم وشوې، چې تر ډېره تمرکز په اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همدارنګه د چین – پاکستان د اقتصادي دهلېز تر نامه لاندې پروژو و.

 د یو کمربند او یوې لارې نوښت په نوم د چین د ولسمشر شي جین پینګ لخوا د ٦۵ ملیارد ډالرو پانګوونې نوښت هم د دغه خبرو اترو موضوع وه.

پاکستان ته د چین د لومړي وزير سفر په داسې حال کې کېږي چې اسلام آباد روانه اونۍ د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې د جوړېدو شاهد دی.