افغانستان

طالبانو په بامیان کې له ۲زره۶۱۱ زده کوونکو ازماېښتي کانکور ازموینه واخیستله

په داسې حال کې چې طالبانو نجونې د زده کړو له دوام او د کانکور په ازموینه کې له ګډونه منع کړې دي، د دوی تر ادارې لاندې د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په بامیان ولایت کې یې له ۲زره۶۱۱ نارینه زده کوونکو څخه د کانکور ازماېښتي ازموینه واخیستله.

په دغه ولایت کې د طالبانو د پوهنې رئیس عنایت الله سهار وویل، د دې ازموینې له اخيستلو یې موخه د کانکور د ازموینې له طریقو سره اشنا د زده کوونکو آشنا کول دي.

د يادونې وړ ده چې د ازموينې ټول ګډونوال د دولسم ټولګي زده کوونکي وو.

د طالبانو تر ادارې لاندې د پوهنې وزارت وايي چې دغه ازموینه د بامیان ولایت په ولسوالیو کې هم د زده کوونکو لپاره په لاره اچول شوې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د سږني کانکو په ازموينه کې هېڅ يوې نجلۍ ګډون نه درلود او طالبانو يې د ګډون مخه ونيوله.

خو په هېواد کې ښځينه زده کوونکي وايي، چې د زده کړو دوام د دوى انساني، اسلامي او شرعي حق دى او طالبان بايد دغه ممانعت لغوه کړي.

 پر زده کړو د طالبانو بندیز له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوى، خو دوی تر اوسه د نجونو او ښځو پر وړاندې خپله پرېکړه نه ده بدله کړې.

تازه، د پښتون ژغورنې غورځنګ د «پښتنو قامې عدالت جرګې» په نوم په یوه غونډه کې چې ویل کېږي تر یو میلیون ډېرو کسانو په کې برخه اخیستې وه، له طالبانو وغوښتل چې پر زده کړو او تحصيل بندیزونه لرې کړي او افغان نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.