افغانستان

یو پخوانی برېټانوي عسکر د طالبانو د ملاتړ په تور محاکمه کېږي

۴١ کلن محمد چودري چې د ختيځ لندن په اېلفورډ ښار کې د برېټانوي پوځيانو يو پخوانى سرتېرى په افغانستان کې طالبانو ته د لېږدولو په مقصد پاکستان ته د ٣١ زره پونډه د شپې د ليدو تجهيزاتو په لېږلو تورن شوى دى.

د ټېلېګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې نوموړی اوس په برېټانيا کې د پیسو راټولولو او طالبانو ته د پوځي تجهیزاتو د استولو په تور محاکمه کېږي.

د اولډ بیلي محکمې لخوا د ورکړل شوي معلوماتو له مخې، د ٢٠١٧ او ٢٠١٩ ترمنځ، محمد چوهدري د نامتو برېټانوي عرضه کونکو څخه د شپې لید شاوخوا ١٢  کیمرې پیرودلې او بیا یې دا تجهیزات پاکستان ته لېږدول.

د يادونې وړ ده، چې نوموړی په ۲۰۲۰ کال کې نیول شوی و او هغه مهال یې د برېټانیا په ملي روغتیايي خدمتونو کې د «ایکسرى تخنیکګر» په توګه کار کاوه. چوهدري تر دې دمه د «ترهګرۍ» او همدارنګه د دې اهدافو د تمویل لپاره په ترتیب کې د برخه اخیستلو په دوه قضيو اعتراف کړی دى.

د دغه راپور له مخې د محمد چوهدري مدافع وکیل این وایټ د دغه مظنون د محاکمې په ترڅ کې اعلان وکړ چې هغه پوهېده چې دغه پیسې او حرارتي کمرې به د طالبانو له خوا له افغان حکومت او ائتلافي ځواکونو سره په جنګ کې کارول کېږي.

دغه مدافع وکیل همداراز ویلي چې چودري د دغو تجهیزاتو پر صادراتو بندیز له پامه غورځولی او د استونکو کڅوړو منځپانګې یې ناسمې توضیح کړې چې د صادرولو چانس یې زیات کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې چودري د یوه پخواني برېټانوي پوځي په توګه د دغو کمرو له وړتیا او د هغو د کارولو په څرنګوالي ښه پوه و.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه راپور له مخې په دې موده کې طالبانو د نړیوالو ځواکونو او افغان امنیتي ځواکونو په نښه کولو ته دوام ورکړی او هم یې ملکي وګړي او ملکي بنسټونه په نښه کړي دي.

د راپورونو له مخې چودري له طالبانو سره د واټساپ له لارې تماس نیولی او دغې ډلې ته یې په خپلو پیغامونو کې ویلي چې د دې ښه هدف لپاره خپل ټول وجود قربانولو ته چمتو دی. نوموړي د یوه پخواني سرتېري په توګه د وسلو د سمبالولو وړتیا ته هم اشاره کړې ده.

هغه حرارتي کیمرې چې چودري یې د لېږلو هڅه کوله د سټینسټډ هوایی ډګر ګمرک کې ونیول شوې. خو هغه بیا هم د دې فعالیتونو دوام ته ژمن و او په دې لاره کې د پاتې کېدو اراده درلوده.

طالبان له ۲۰۱۶ کال راهیسې د شپې د لید وسایل کاروي، چې د دوی پوځي وړتیاوې یې زیاتې کړې او د شپې له خوا یې دوى ته د عملیاتو او بریدونو د ترسره کولو توان ورکړی.

څېړنې ښيي، چې محمد چودري له طالبانو سره په خپلو اړیکو کې یو ایمیل ادرس هم کارولی، چې په تېرو وختونو کې د طالبانو د پوځي عملیاتو لپاره د تمویل په کمپاینونو کې کارول کېده.

ټېلېګراف لیکلي چې دا قضیه د ملي امنیت په وړاندې ننګونې او د هغو کسانو د کړنو له امله خطرونه په ګوته کوي چې له ترهګرو ډلو سره همکاري کوي.

د چودري محاکمه اوس روانه ده او تمه کېږي چې په نږدې راتلونکي کې به وروستۍ پرېکړه صادر کړي.