افغانستان

په کاپيسا کې د ناروې د کمېټې په مالي مرسته د روغتيايي انستيتوت د جوړولو چارې پيل شوې

د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت وايي، د کاپيسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په مالي مرسته د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه روغتیايي انسټیټیوټ د جوړېدو چارې پیل شوې.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه انسټيټيوټ به په څلور جرېبه ځمکه کې په دوو پوړونو کې جوړ شي.

په پام کې ده چې د دغې پروژې د جوړولو چارې په یوه کال کې بشپړې شي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه انستیتیوت به د ۱۵ درسي ټولګيو او شنې فضا ترڅنګ ټولې اړینې اسانتیاوې ولري.

دا پروژه په داسې حال کې پلې کېږي، چې په افغانستان کې په نادولتي او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار د بندیزونو له لګولو وروسته ګڼو بشري سازمانونو په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره د خپلو فعالیتونو د کمولو اندېښنه ښودلې ده.

په ورته وخت کې د ښځينه ډاکټرانو د نشتوالي سربېره نجونې هم پوهنتون او ښوونځيو ته له تګ څخه منع شوې دي.