د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه په خیبر پښتونخوا کې د پښتنو د قامي جرګې د غوښتنې ستاینه وکړه او ویې ویل چې د دې جرګې د پرېکړې ملاتړ کوي.
ښاغلي کرزي همداراز دغه جرګه په سیمه کې د ستونزو د هواري لپاره یو «نېک» اقدام بللی دی.
هغه ويلي: «په خېبر جرګه کې د ښځو پراخه ګډون او د زده کړو په ارزښت د هر چا ټينګار دا ثابتوي چې د سيمې خلک يو خوندي او متمدن ژوند غواړي.»
په همدې حال کې د هېواد د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر پر اېکس ټولنيزه شبکه د «پښتنو د لویې قامي جرګې» په غبرګون کې لیکلي چې «د ملت د تاریخي جرګو بیا راژوندي کېدل پیل شوي دي.»
د هغه په وينا، د دې جرګې ګډونوال د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د خلکو رښتينې هيلې «په پوره هوښيارۍ او پوره امانتدارۍ» سره څرګندوي.
ښاغلي اتمر ويلي: «د پاکستان حکومت او په افغانستان کې د طالبانو واکمني باید مسٶلانه عمل وکړي. د کرښې دواړو غاړو ته پر خلکو ظلم او د هغوی محرومیت د زغم وړ نه دی او چاقو هډوکو ته رسېدلی دی.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ له سختو خنډونو سره سره په «باب خېبر» کې د پښتنو قومي جرګه جوړه کړه.
په دې جرګه کې د ښځو په ګډون د پښتنو د بېلا بېلو ګوندونو او غورځنګونو استازو برخه اخیستې وه.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، په لومړۍ ورځ د دې جرګې د ګډون کوونکو شمېر نږدې ١،٤ ميليونه او په دويمه ورځ ١،٩ ميليونه و.
د غونډې ګډونوالو په یوه پرېکړه لیک کې له طالبانو او ټولو وسله والو ډلو او د پاکستان له پوځ وغوښتل چې په دوو میاشتو کې دې د پښتنو له سیمو ووځي.
د دې جرګې په پرېکړه ليک کې همداراز ويل شوي، «چې د پولې دواړو غاړو ته د مېشتو پښتنو لپاره د پاسپورټ او ويزې د لرلو د جبري مقرراتو خلاف دي او د ډيورنډ د فرضي کرښې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه بايد او پاسپورټونو او ويزې پرته افغانستان او پاکستان ته سفر وکړي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په دې جرګه کې په خپله وینا کې له ګډونوالو وغوښتل چې له طالبانو وغواړي چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.
ښاغلي پښتین همدا راز وړاندیز وکړ چې د افغانستان د اوسنیو ستونزو د هواري لپاره دې د ټولو ګوندونو او حرکتونو د مشرانو په ګډون ګډه جرګه راوبلل شي.