افغانستان

ځانګړى: د خلکو له نظره ټولګډونه حکومت بايد کومې ځانګړنې ولري؟

د کابل ښار، انځور له رويټرز

 د طالبانو له خوا د یوه ټول ګډونه حکومت جوړول؛ د خلکو له نظره څه معنی لري؟

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، داسې حکومت غواړي چې په جوړښت کې یې د هېواد هر قوم ته پکې ونډه ورکړل شي.

د دوی په وینا، د ښځو حقونه تامینول،د بیان ازادۍ، له نړۍ سره ښې اړیکې، اقتصادي او کاري فرصتونه باید د حکومت له لومړیتوبونو څخه وي.

په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره په پرله پسې ډول د ټولګډونه حکومت وړاندیز کېږي، په دې راپور کې مو پر دوه پوښتنو تمرکز کړی.

لومړی ټولګډونی حکومت باید څه ډول وي؟

دوهم د خلکو په باور افغانستان کې د څه ډول دولت جوړول اړتیا ده؟

د یادونه وړ ده، چې په دې راپور کې یوشمېر مرکه کوونکو د امنیتي ننګونو له امله نه غوښتل نومونه یې واخېستل شي، موږ یې هم نومونه بدل کړي.

فایقه چې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وړاندې ښوونکې وه، په دې باور ده، چې د حکومت په جوړښت کې د ښځو او نجونو ګډون د هېواد ټولو وګړو شتون اړین دی.

 فایقه وايي: «خلک غواړي چې د طالبانو حکومت ټولګډونی وي د ټولو توکمونو ازبک، پښتون، تاجک او هزاره ګان په کې ځای پر ځای کړي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي»

په ورته مهال ناهید هم ورته تمه لري، چې یو داسې ټولګډنی حکومت جوړ شي، چې «جنستیي برابرۍ» ته په کې پام وشي او د ښځو ټولو حقیقي او اسلامي حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي.

هغه وايي: «د افغانستان خلک یو داسې حکومت غواړي چې ټولګډونه وي، ، په دې معنی چې یو قوم، یو نژاده نه وي او حکومت یو مشر ته اړتیا نلري، څوک چې د ښځو ضد نه وي، افغان ولس داسې حکومت غواړي چې ځوانان، په ځانګړې توګه ښځې، نجونې او نارینه له خپلو وروڼو سره یو ځای شي، او حکومت غواړي چې د افغانستان خلک روښانه راتلونکی او روښانه نسل ولري، له ټولو خویندو او وروڼو سره په ګډه د جنسیت په برابرۍ کې د افغانستان خلک له حکومت څخه غواړي چې ښځې خپل اسلامي ارزښت ولري»

ځیني بیا داسې ټولګډونه حکومت غواړي، چې په خپل جوړښت کې د ښځو لپاره د دندو ځانګړي بستونه ولري.

 صابره وايي: «موږ یو ټولګډونه حکومت غواړو چې ټول توکمونه او طبقې په مساوي ډول په کې برخه واخلي، په حکومت کې ښځې فعاله ونډه لري او ښځې په رهبرۍ، مدیریت او اجرایوي څانګو کې د پام وړ حضور لري، د ښځو لپاره باید ځانګړي وزارتونه شتون ولري چې د ښځو کار او ستونزې حل کړي»

ځینې نور بیا تمه لري چې د ټولګډونه کیدو سربیره باید «له نړۍ سره ښو اړیکو، سوداګرۍ او اقتصادي فرصتونو» ته هم پاملرنه وشي.

 خیبر وايي: «د افغانستان ډېر خلک غواړي داسې حکومت ولري چې له نړۍ سره اقتصادي اړیکې ولري او هم د ښځو حقونه، چې ښوونځيو ته ولاړ شي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي، نو له همدې امله موږ د داسې حکومت غوښتونکي یو. یو داسې حکومت چې په نړیوالو معیارونو برابر وي، په هغه کې د ځوانانو او ښځو حقونه او کاري فرصتونه او همدارنګه له نړۍ سره اقتصادي او سیاسي اړیکې ښې برابرې شي»

ستاره بیا په دې باورده، چې خلک داسې حکومت غواړي چې «دوی ته سوله او ارامي راوړي» او اسلامي ارزښتونه په کې تأمین وي.

هغې آمو ته وويل: «خلک داسې حکومت غواړي چې دوی ته د سولې او هوساینې لارې چارې برابرې کړي او لاره یې پرانستې وي، خلک، حکومت او داسې جوړښت چې د ټولنې ټولې طبقې په کې په نظر کې نیولې وي او د خلکو حقونه پکې خوندي وي. دوی باید درناوی وشي او دوی ته د خدای (ج) په توګه ورکړل شي، چې د ټولو انسانانو څښتن دی، دوی د هر چا څخه ډیر پوهیږي چې څنګه د دوی اړتیاوې او څنګه د خوښۍ ترلاسه کول، د هغه سیسټم له مخې چې خدای موږ ته راکړي، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) په سمه توګه تطبیق شي، په دې کې شک نشته چې موږ به یوه خوشحاله ټولنه ولرو»

د بیان ازادي، د بشري حقونو تامین ، د ښځو او نجونو لپاره د زده کړې او د کار حق د خلکو د غوښتنو بله برخه ده چې ترلاسه کولو یې به یوه تولګډونه حکومت کې ویني.

يو تن هېوادوال رحیم وايي: «په افغانستان کې د تېرې پېړۍ په اوږدو کې بېلابېل حکومتونه او نظامونه رامنځته شول، خو دا نظامونه د بېلابېلو لاملونو له امله له منځه ولاړل او اوس له درېيو کلونو راهيسې د طالبانو حکومت او يا د اسلامي امارت (طالبانو) نظام رامنځته شوی دی، خو له بده مرغه دا نظام لا هم په دې نه دی توانېدلی چې کورني او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي»

د تېر حکومت له پرځېدو وروسته نړۍ او خلکو له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې « ټولګډونی» حکومت جوړ کړي خو؛ طالبانو د خلکو د تمې په ځواب کې وویل، چې د دوی د حکومت جوړښت ټولګډونی دی.

خو؛ د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي چې د طالبانو کابینه « نرسالاره» او د ټولګډونه حکومت نښې پکې نه لیدل کېږي.