افغانستان

 په فاریاب کې نامعلومو کسانو یو ډاکټر او د هغه ورور سخت وهلي دي

د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې نامعلومو کسانو د عمومي داخلې متخصص نجیب الله نور اوغلي او د هغه ورور «سخت وهلي» دي.

سرچینو آمو ته ویلي، چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ(د تلې ٢٢مه) له غرمې وروسته د هرات په واټ کې د دغه ډاکټر د معایناتو په خونه کې رامنځته شوې ده.

د دې سرچينې د معلوماتو له مخې، بريد کوونکي څلور تنه وو، چې دوه يې د محراب او تواب په نومونو د ځايي خلکو له خوا نيول شوي، چې دواړه وروڼه دي.

دغه سرچینې زیاتوي چې د بریدګرو موخه د دغو کسانو وژل وو.

د يادونې وړ ده، چې دغه پېښه د ميمنې ښار کې د طالبانو له دويمې امنيتي حوزې څخه شل متره لرې رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان ادعا کوي چې د هېواد د اتباعو بشپړ امنیت یې تأمين کړی دی.

په ورته وخت کې راپورونه وايي چې د طالبانو د څه باندې درې کلنې واکمنۍ په موده کې د هېواد لسګونه اتباع د بېلابېلو دلایلو له مخې تښتول شوي چې یو شمېر کسان د دغه سړي تښتوونکو  له لوري وژل شوي هم دي.