افغانستان

سویس دوه افغان وګړي وشړل

د سویس د کډوالۍ د ادارې مرستیال وینچنزو ماسیولي اعلان کړی چې دغه هېواد دوه افغان وګړي اېستلي.

د سویس د عدلیې وزارت ویاند چې د یکشنبې په ورځ یې له کیسټون خبري اژانس سره خبرې کولې وویل، دا له ۲۰۱۹ کال راهیسې افغانستان ته د افغان کډوالو لومړنی اخراج دی.

که څه هم د دغو کسانو د هویت په اړه معلومات نه دي خپاره شوي، خو سویسي چارواکو دوی «مجرم» بللي دي. ښاغلي ماسیولي همدا راز ټینګار وکړ چې دا کسان «جدي سرغړونکي» وو چې د سویس داخلي امنیت ته یې ګواښ متوجه کړی و.

د سویس رسنیو د راپورونو له مخې، دغو دوو افغان اتباعو خپل هېواد ته له الوتنې مخکې ۵۸۳ ډالره نغدې پیسې ترلاسه کړې دي.

سویس چارواکو همداراز اعلان کړی، چې له افغانستان څخه ۱۳ نور «جدي مجرمین» لا هم په دغه هېواد کې موجود دي.