د ارغواني شنبو غورځنګ چې مشري یې د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف آروين کوي، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو ته خبرداری ورکړی چې د طالبانو د جنایتونو په وړاندې «جدي ځواب» د نړیوال عدالت او بشري حقونو لپاره«بېړنۍ» اړتیا ده.
دغه غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښځې له درېيو کالونو راهیسې د طالبانو د«جوړښتيز تاوتریخوالي» اصلي قربانیانې دي.
په دغه حرکت کې اعتراض کوونکو ښځو له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نړیوالو سازمانونو وغوښتل چې مخکې له دې چې په افغانستان کې «بشري ناورین» د کنټرول څخه بهر شي. د طالبانو د «بشر ضد جنایتونو په تېره بیا د افغان ښځو پر وړاندې» سمدستي، پرېکنده او جدي غبرګون وښيي.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي دي:«په تېرو درېیو کالونو کې د دغې ډلې له خوا د شریعت، حجاب او عامه نظم د پلي کولو په پلمه، ښځې په زندانونو کې د وحشتناکو جنسي تېریو، له طالب جنګیالیو سره په جبري ودونو او له سړکونو څخه د تښتول کېدو شاهدې دي.»
د ارغواني شنبه غورځنګ وايي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د «جنايتونو» دوام نه يوازې د هغوی ژوند خراب کړی؛ بلکې دې د بشري حقونو او عدالت په اړه نړیواله ژمنتیا يې هم ننګولې ده.
دا غورځنګ زیاتوي چې طالبانو د اسلامي قوانینو تر پوښښ لاندې د «جنسي تاوتریخوالي» په څېر ناوړه تاکتیکونه د ښځو د اعتراضونو د ځپلو او خاموشولو او د هغوی د «”بشریت ضد جنایتونو» د پټولو لپاره په یوې وسیلې بدل کړي دي.
دغه غورځنګ دا هم وايي چې نړۍ باید د فشار، د سختو بندیزونو د لګولو، سمدستي بشري مداخلې او د طالبانو د جنایتونو د خپلواکې څارنې له لارې له طالبانو سره تعامل پای ته ورسوي.
د ارغواني شنبه غورځنګ وايي چې د «طالبانو د جرمونو» په وړاندې مبارزه د بشري حقونو او عدالت لپاره د اخلاقي قطب نما او نړیوالې ژمنې ازموینه ده.