پاکستان طالبانو ته د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې چې سبا (دوشنبه، د تلې ۲۳) په اسلام آباد کې جوړېږي، بلنه نه ده ورکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د چین لومړی وزیر لی کیانګ په دې غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ځي. خو په دې خبرپاڼه کې طالبانو ته د بلنې په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې افغانستان د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډو کې د څارونکي غړي په توګه ګډون کاوه. خو د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دغه غړیتوب وځنډول شو.