د ایران د عدلیې وزارت د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون د ملي ادارې مشر علي کاظمي وايي، په تهران کې د کارګر ماشومانو ۸۵ سلنه افغان کډوال دي.
علي کاظمي د ایران له ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، د ایران په سړکونو کې ټولټال ۳زره۲۰۰ ماشومان کار کوي، چې ۸۵ سلنه یې افغان کډوال دي.
د ایران د عدلیې وزارت د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون د ملي ادارې چارواکي وايي، د زده کړو د نشتوالي او مالي ستونزو له امله دغه ماشومان د یوې ډوډۍ د ترلاسه کولو لپاره کار کوي.
په ورته وخت کې نوموړی زیاتوي، چې ایران یو شمېر دغه افغان ماشومان چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه درلودل، شړلي دي.
له بلې خوا دغه ایرانی چارواکی وایی چې له دغو کډوالو کارګرو ماشومانو څخه ناوړه ګټه هم اخیستل کېږي.
په همدې حال کې، د آمو د یوې څېړنې موندنې ښیي چې«بېکاري» او «خراب اقتصادي وضعیت» د هیواد د اتباعو د غیرقانوني کډوالۍ بنسټیز لاملونه دي.
په ورته وخت کې ایران د افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ چټکه کړې او دغه کډوال هم د ایراني پولیسو له غیر عادلانه او غیر انساني چلند څخه شکایت کوي.