افغانستان

ټېلېګراف: القاعده په پنجشیر کې نهه روزنیز کمپونه او د مهماتو ډیپوګانې جوړې کړې

ټېلېګراف ورځپاڼې د طالبانو د مخالفو ډلو او محاذونو په حواله خبر ورکړی، چې القاعده په پنجشیر کې نهه روزنیز کمپونه او د مهماتو ډیپوګانې جوړې کړې دي.

د طالبانو ضد دغو ډلو او محاذونو تر اوسه په دې اړه په خپلواکه توګه څه نه دي ويلي. خو دې ورځپاڼې لیکلي، چې القاعده د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو مخکې د خپل فعالیت په اوج کې هم نه و توانېدلي دا دا کار وکړي.

د مقاومت او ازادۍ جبهه د طالبانو ضد دوه مهمې وسله والې ډلې دي، چې په ټول هېواد کې د دوى د غړو پر ضد بریدونه ترسره کوي او د طالبانو له بیا حاکميت راهيسې تر اوسه يې په لسګونو طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.

د دغه راپور له مخې له هېواده د امریکايي ځواکونو وتل او د طالبانو د واکمنۍ بيا راتګ په افغانستان کې د القاعدې او داعش د توان له پياوړتيا سره مرسته کړې ده.

ټېلېګراف ورځپاڼه زیاتوي: «د طالبانو دننه ځواکمن عناصر د القاعده شبکې ملاتړ او ساتنه کوي.»

دغه ورځپاڼه همداراز وايي، چې د القاعده شبکې پخوانی مشر ایمن الظواهري، چې په ۲۰۲۲ کال کې د کابل په دیپلوماتیکه ولسوالۍ (شېرپور) کې د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو، د طالبانو اصلي ډلې حقاني شبکې اړوند په یوه کور کې اوسېده.

له بلې خوا، د ټیلیګراف د راپور له مخې، د داعش جنګیالي هم د سوریې په لومړۍ کرښه کې، د افغانستان له پنجشېر څخه نیولې د افریقا د دښتې د نه کنټرول وړ تر څنډو، د فرات د سيلابي دښتو څخه د پانټلینډ د سوماليا د آهکي غرونو په لور د خپل ځواک د بيا جوړولو په حال کې دي. او په ورته وخت کې، د متحده ایالاتو د پوځ لاس رسی ورته مخ په کمېدو دى.

په دغه راپور کې ویل شوي چې طالبان د خپلو پولو د سمبالولو توان نه لري او په وینا یې د افغانستان په خاوره کې دا ډله د داعش ډلې له خوا د بهرنیو جنګیالیو د ګمارنه، د شمېر د زیاتوالي، پراخوالي او جغرافیوي هویت د مخنیوي توان نه لري.

ورځپاڼه زیاتوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته داعش له خپلو اصلي سیمو بهر بریدونه کړي دي.

د مسکو په څنډه کې د موسیقۍ د کنسرت پر یوه تالار د داعش د خراسان برید او تېر کال په ایران کې د دغې ډلې برید د هغو پېښو له جملې څخه دي چې دغې ورځپاڼې د دغې ډلې له اصلي خاورې څخه د پولو هاخوا د داعش بریدونه بللي دي.

د دې راپور پر بنسټ، د برېټانيا د استخباراتو او امنیت ادارې (اېم ٥) مشر کین مک کالوم ویلي، چې د ده اداره په مخ کې «ډېره ستونزمنه دنده» لري، ځکه چې د داعش ګواښ بېرته راګرځېدلی او ایران او روسیه په انګلستان کې د تخریب دسیسې جوړوي. 

هغه زیاته کړه: «داعش نن هغه ځواک نه دی چې یوه لسیزه مخکې وو. خو د څو کلونو له سخت شاته کېدو وروسته یې د ترهګرۍ د صدور هڅې بیا پیل کړې دي.»

ټېلېګراف وايي، په داسې حال کې چې د داعش خراسان څانګې د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی. خو په خپلو اصلي سیمو (سوریه او عراق کې) د داعش بیا راګرځېدو امریکايي چارواکي هم اندېښمن کړي دي.