افغانستان

قطر له افغانستان سره ۵زره۶۰۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته اعلان وکړه

د قطر د سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې د قطر د پراختیایي بودیجې په مرسته یې په افغانستان کې د جګړو او طبیعي پېښو تر ټولو زیات زیانمن شویو کورنیو ته د خوراکي توکو د خوندیتوب او معیشت د ښه والي په موخه یوه پروژه پیل کړي.

د ا پروژه چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ پلې کېږي، له لارې قطر پلان لري چې په هېواد کې پر ۸۰۰ کورنیو، چې ۵زره۶۰۰ کسان په کې شامل دي، د خوراکي توکو د وېش له لارې په هېواد کې له زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړي.

د خاورميانه خبري وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه پروژه په فارياب، فراه او هلمند ولايتونو کې پلي شي.

د دې پروژې لومړۍ برخه په دې وروستیو کې د هېواد په کچه ۱۵۰ تنو روزونکو ته د پنځه میاشتني تخنیکي او مسلکي روزنیز ورکشاپونو په جوړولو سره پیل شوې ده.

تر دې مخکې د قطر د سرې میاشتې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و چې د دې ټولنې د نړیوالو مرستو او پراختیا رئیس محمد صلاح ابراهیمي افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان په محرومو سیمو کې د ۱۰ روغتیايي مرکزونو د جوړولو او تجهیز ژمنه کړې ده.

د قطر د سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې دغه مرکزونه به په دغو سیمو کې ۲۵۰ زره کسانو ته په ځانګړې توګه میندو او ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.