افغانستان

طالبان د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډې ته نه دي بلل شوي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د شانګهای د همکارۍ سازمان راتلونکې غونډې کې د ګډون لپاره طالبانو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

ټاکل شوې چې دغه غونډه راتلونکې اونۍ د اکتوبر په ۱۵ او ۱۶ په اسلام آباد کې جوړه شي او د دغې غونډې کوربه هېواد پاکستان د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو او شاوخوا ۲۰۰ پلاوو هرکلی کوي.

د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، د شانګهای په غونډه کې د افغانستان نه ګډون وروسته له هغې تایید شو چې د شانګهای د همکاریو سازمان سرمنشي دغه هېواد ته بلنه نه وه استولې.

پاکستاني رسنیو د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله ویلي چې د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان غړیتوب د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر راهیسې غیر فعال دی.

افغانستان د ۲۰۱۲ کال د جون په ٧مه د شانګهای د همکارۍ سازمان څارونکی غړی شو، خو د شانګهای د همکارۍ سازمان له غړیتوب راهیسې یې په فعاله توګه ګډون نه دی کړی.

د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان د شانګهای د همکاریو د تړون ډیری مادې نه دي منلي او د دې تړون په رسمیت پیژندنه د طالبانو لپاره اړینه ده.

د افغانستان برعکس مغولستان ته بلنه ورکړل شوې چې په دې غونډه کې د څارونکي هېواد په توګه ګډون وکړي.