افغانستان

طالبانو په کندهار کې یو سړی په عام محضر کې په درو وواهه

عکس له آرشیف.

طالبانو په کندهار ولایت کې یو کس په عام محضر کې د«غلا» په تور په درو وواهه.

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی دغه کس «۳۹ درې» وهلى دى.

د دغې خبرپاڼې له مخې طالبانو دغه کس په دوه کاله بند هم محکوم کړی دی.

په تېرو درېیو اونیو کې د دغه کس په ګډون طالبانو شاوخوا ۳۰ کسان په بېلابېلو ولایتونو کې په «عام محضر کې» په درو وهلي دي.

د طالبانو د څرګندونو څخه د امو لخوا د راټولو شویو احصایو پر بنسټ، په تېرو درېیو کالونو کې لږ تر لږه ۷۰۰ تنه د طالبانو لخوا په بېلابېلو ولایتونو کې په در وهل شوي دي.

ملګرو ملتونو هم په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې طالبان له نیوکو سره سره خلکو ته فزیکي سزا ورکوي.

ملګري ملتونو او همدارنګه د بشري حقونو نورو نړیوالو سازمانونو تل د طالبانو له خوا د خلکو د جسمي مجازاتو د بندولو غوښتنه کړې ده.