افغانستان

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې څه باندې ۲۰۰ کډوالې کورنۍ اېستلي

عکس از آرشیف

په یوه ورځ کې څه باندې ۲۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې ويلي چې پرون (جمعه د تلې ۲۰مه) له ایران او پاکستان څخه د هېواد ۲۱۰ کډوالې کورنۍ په «جبري او اختیاري» توګه ویستل شوې دي.

د دغه راپور له مخې دغه کډوال د هرات، نيمروز، قندهار او ننګرهار ولايتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه  اژانس وايي چې ۲۸ کورنۍ د تورخم او ۲۲ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.

په همدې حال کې د نیمروز ولایت د پل ابرېشم۵۰ کورنۍ او همدا راز د اسلام کلا له لارې ۱۱۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

په همدې حال کې، د آمو د یوې څېړنې موندنې ښیي چې «بېکاري» او «خراب اقتصادي وضعیت» د هیواد د اتباعو د غیرقانوني کډوالۍ بنسټیز لاملونه دي.

دا څېړنه په ٧ ولایتونو کې د ښځو په ګډون له ۳۳ کسانو سره شوې چې د غیر قانوني کډوالۍ تجربه یې درلوده.

له دې جملې څخه ۴۵.۴ سلنه ګډونوالو ویلي چې دوی د «خراب اقتصادي وضعیت» له امله په ناقانونه توګه کډوالۍ ته اړ شوي؛ خو ۹ سلنه یې دا هم ویلي چې دوی واک ته د طالبانو له راتګ سره د احتمالي جګړې له وېرې ناقانونه کډوالي پیل کړې ده.