د افغان ښځو او ماشومانو د هوساینې بنسټ چې د ښځو د حقونو د فعالې مريم معروف اروېن په مشرۍ فعاليت کوي، وايي چې په هېواد کې د طالبانو د واک د بيا ټينګښټ او د هغوى له خوا د لګول شويو محدوديتونو له امله ښځې او نجونې له ژونده مايوسه شوې دي.
دغه بنسټ پر اېکس ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د واک د بیا ټينګښت یو «سمدستي» اغېز د زده کړو له دوامه د ښځو محرومیت دی چې په احساساتي توګه یې پر هغوی ژور اغېز کړی دی.
دغه بنسټ زیاتوي چې د نجونو زده کړه د کار د ترلاسه کولو یوازینۍ لار نه ده، بلکې د ښځو د ځواکمنتیا او ځان پوهولو بنسټ دی چې د طالبانو له خوا ترې بې برخې شوې دي.
له بلې خوا د افغان ښځو او ماشومانو د هوساینې د پیاوړتیا بنسټ وايي چې د طالبانو د حاکميت بيا ټينګښت ښځې همداراز له کاره منعې کړې دي. هغه ښځې، چې د خپلو کورنیو یوازینۍ ډوډۍ پیداکوونکې وې، د طالبانو د دغه بندیز له امله «بندې شوې» دي.
له بلې خوا دغه بنسټ زیاتوي چې په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ سره په افغانستان کې تاوتریخوالی او له بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوې دي.
د دې بنسټ په وینا، د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د طالبانو له خوا د محافظه کارو ټولنیزو نورمونو په دوام سره کورنی تاوتریخوالی، جبري ودونه او ناموسي وژنې زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې، د دغو څرګندونو پر بنسټ، هغه ښځې چې د خپلو حقونو د غوښتلو په لټه کې دي او یا هم د دغو بې عدالتیو پر وړاندې خبرې کوي، له سختو پايلو سره مخ دي، چې په کې د طالبانو له خوا تاوتریخوالی، بندي کېدل او آن مرګ هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په راتګ سره د شرعي قانون د پلي کولو په ادعا سره د هېواد د اتباعو او په ځانګړې توګه د ښځو ډېر حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
تازه، طالبانو په عامه ځایونو کې د ښځو پر غږ چې نارينه پکې حضور ولري، بنديز لګولى دى.