افغانستان

قالیباف د سیمې د پارلمانونو له رٸيسانو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف تاجکستان ته د سفر په لړ کې د تاجکستان په ګډون د سیمې د پارلمانونو له ځینو مشرانو سره د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړې.

که څه هم د دې خبرو جزٸ ت نه دي خپاره شوي؛ خو ایراني رسنیو ویلي چې په افغانستان کې د ثبات او امنیت تامین، د نشه یي توکو او وسلو له قاچاق سره مبارزه د دغو خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وو.

د ښاغلي قاليباف د دغه دوه ورځني سفر موخه د تاجکستان د اساسي قانون د تصویب د ۳۰مې کلیزې په مراسمو کې ګډون او په تاجکستان کې د پارلمان په نړیواله غونډه کې ګډون دی.

د يادونې وړ ده، چې د پارلمان نړيواله غونډه په تاجکستان کې د سيمې د هېوادونو د پارلمانونو  د څه باندې لسو تنو مشرانو  په شتون او د تاجکستان د دوو مجلسونو د رٸيسانو په بلنه جوړه شوې وه.

په دغه کتنه کې د ایران د اسلامی شورا مشر د بین الپارلمانی اتحادیې او د اسیا او اسلامی سازمانونو په ګډون د نړیوالو سازمانونو د لا زیات فعالیت په ضرورت ټینګار وکړ.

محمد باقر قالیباف له دغه سفر څخه له راستنېدو وروسته په ایران کې خبریالانو ته وویل، چې په دغه سفر کې یې د ملی شورا له رٸيس رستم امامعلي، د ولسی جرګې له رییس محمد ظاهر ذاکرزاده او د تاجکستان له ولسمشر امامعلی رحمان سره دوه اړخیزې ناستې درلودې.

دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان او ایران په ګډون د سیمې هېوادونه د داعش خراسان څانګې د نفوذ او د فعالیتونو له پراخېدو اندېښمن دي.

د دغو هېوادونو چارواکو ویلي، چې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د «ترهګرو» ډلو شتون د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ دی.