په هرات کې د سبزیجاتو او نور کروندګر وايي، د کورنیو مرستو او مرستندویه بنسټونو د نه شتون له امله اړ دي چې د پیازو محصولات په ټیټه بیه وپلوري.
دوی وايي د کافي اوبو او کیمیاوي سرو نشتوالی بله ننګونه ده چې تل ورسره لاس او ګرېوان دي.
عصمت الله چې د هرات ښار د مرکز په څنډه کې یو کوچنی کرنیز فارم لري، وايي د پیازو پر کروندو یې څه باندې ۱۵۰ زره افغانۍ پانګونه کړې، خو له دې پانګونې یې مطلوبه پایله نه ده ترلاسه کړې.
هغه وايي، په هرات کې د معیاري سړو خونو د نشتوالي له امله اړ دی خپل حاصلات په ټیټه بیه وپلوري.
هغه زياتوي«په دې ځمکه مې د ۱۵۰ زره افغانیو پیازو کرنه وکړه. تر اوسه معلومه نه ده چې ګټه به ولري او که زیان. که د سرې په برخه کې مرسته وشي، ښه به شي.»
بل لور د هرات ولایت یو شمېر کروندګر وايي، د کیمیاوي سرو د کمښت له امله د دوی کروندې ښه حاصلات نه ورکوي.
يو بل کروندګر غلام حضرت وايي: «کروندګرو ته باید کرنیزې اوبه، کیمیاوي سرې او درمل ورکړل شي، څو په خپلو پښو ودرېږي.»
پیاز په افغاني خوړو کې د سبزیجاتو په توګه په پراخه کچه کارول کیږي او هرات یو له هغو ولایتونو دی چې د پیازو کروندې په کې ښه حاصل ورکوي.
د ګرمۍ په موسم کې د هرات په بازارونو کې د یو کیلو پیازو بیه لس افغانۍ ده، خو په سخت سوړ موسم کې د یو کیلو پیازو بیه تر ۱۵۰ افغانیو پورې رسېږي.