افغانستان

په بدخشان کې يوې ترافيکي پېښې له دوو تنو ژوند واخيست

دبدخشان ولايت په واخان ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنو ژوند بايللى دى.

سيمه ييز طالب چارواکو ويلي، چې دا پېښه تېره ورځ (پنجشنبه د تلې ١٩مه) رامنځته شوې ده.

 په دې پيښه کې يو بل تن ټپي شوى دى.

د دې ترافيکي پېښې کره لامل تر اوسه نه دى معلوم، خو په تېره يوه مياشت کې په ټول هېواد کې لسګونه ترافيکي پېښې رامنځته شوې دي. د سړکونو خراب حالت او د موټر چلوونکو بې پروايي د دغو پېښو اصلي لاملونه بلل شوي دي.