افغانستان

یونېسف: موږ باید د نجونو د غږ ملاتړ وکړو

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، نجونې د خپلو حقونو د خوندیتوب لپاره ټولیز اقدام ته اړتیا لري او  بايد د نجونو د غږ ملاتړ وشي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق افغانستان څانګې پر اېکس د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي چې د هغو خنډونو د لیرې کولو لپاره چې د نجونو په شاتګ او خپلو موخو ته د رسېدو مخه نیسي، ډله يیزو اقدامات اړين دي.

نن د اکتوبر ۱۱مه د نجونو نړیواله ورځ ده.

یونېسف وايي: «موږ په ګډه کولی شو د ټولو لپاره ښه راتلونکی جوړ کړو. موږ اړتیا لرو چې د نجونو په حرکتونو پانګونه وکړو او دې هدف ته د رسېدو لپاره د هغوی د غږ ملاتړ وکړو.»

 د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د ۲۰۱۱ کال د ډسمبر په ۱۹ مه د يو پرېکړه لیک په  تصویبولو د اکتوبر ۱۱مه د نجونو د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله چې په ټوله نړۍ کې د نجونو حقونه او د هغوی بې ساري ننګونې په رسميت وپېژندل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې ۱،۵ میلیونه ښځینه زده کوونکي ښوونځیو ته له تګ څخه بې برخې دي.

 له هغه راهيسې چې طالبان واک ته سېدلي، تر شپږم ټولګي پورته يې نجونې ښوونځيو ته له ورتګه منع کړې دي.