سویلي آسیا

د پاکستان په قائداعظم پوهنتون کې په نښته کې ګڼ شمېر کسان ټپيان شوي دي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د اسلام اباد په قائداعظم پوهنتون کې د پښتنو او پنجابي محصلینو تر منځ نښته کې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي دي.

د پاکستاني رسنیو په وینا، په دې جګړه کې محصلینو د دغه پوهنتون د لیلیې ځینو برخو ته اور ورته کړی دی.

ځینو ناتایید شویو راپورونو د یو شمېر محصلینو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

د ډان نیوز د راپور له مخې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.

پاکستاني پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او له زده کوونکو یې غوښتي چې له لیلیې ووځي.

دا شخړه په داسې حال کې کېږي چې پاکستان کې په وروستیو اوونیو کې د پاکستان تحریک انصاف او د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون د مخالفو ګوندونو له خوا پراخ لاریونونه شوي دي.