سویلي آسیا

د بلوچستان په کوټه کې د وسله والو په یوه برید کې د درې و افغانانو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي دي

پاکستاني رسنیو ویلي، د بلوچستان په دوکي ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو پر یوه کان د وسله والو د برید په پایله کې لږ تر لږه ۲۰ کان کیندونکي وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې په دغه بريد کې درې تنه وژل شوي کسان له افغانستان څخه په دغه کان کې د کار لپاره تللي وو.

د جيو نيوز د راپور له مخې، نامعلومو وسله والو د جمعې په سهار په دې سيمه کې د ډبرو سکرو پر ځايي کانونو د راکټونو په کارولو سره مرګونى بريد وکړ.

د کان کيندونکو ټپي جسدونه د لورالايي ښوونيز روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي دي.

پوليسو او سرحدي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او د لټون عمليات يې پيل کړي دي.

پولیسو په پیل کې اعلان وکړ چې په برید کې دوه کارګران وژل شوي، خو د طبي چارو یوه افسر جوهر سدوزي تایید کړه چې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ ته رسېدلی او اوه نور کان کیندونکي ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې دغو وسله والو دغه کان کيندونکي په يوه ځاى کې راټول کړي او بيا يې پرې ډزې کړې دي.

پاکستاني پولیسو ویلي، چې بریدګرو په دې برید کې لاسي بمونه او راکټونه کارولي دي.

په همدې حال کې رویټرز راپور ورکړی چې: «یوې ډلې وسله والو کسانو د دوکي په سیمه کې د جنید د ډبرو سکرو په کان د درنو وسلو په کارولو برید وکړ».

د پاکستان د پولیسو یوه چارواکي همایون خان ویلي، بریدګرو د کان پر لور ماینونو، راکټونه او لاسي بمونه هم ویشتلي دي.