د پنجشنبې په شپه د بیروت په ښار کې د اسراٸیلو په هوايي برید کې ۱۸ تنه ووژل شول او لږ تر لږه ۹۲ تنه نور ټپیان شول.
د لبنان د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په دغو بریدونو کې د حزب الله یو جګپوړی چارواکی هم په نښه شوی دی.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، یو برید د استوګنې په یوه ګڼ مېشته سیمه کې د ګازو یوه پمپ ته څېرمه شوی، چې له امله یې په سیمه کې لویه اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
که څه هم اسراٸیل د بیروت سویلي سیمو ته د وتلو نوی خبرداری خپور کړی؛ خو سمدستي یې د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې حزب الله اعلان وکړ چې دوی د رأس الناقوره سیمې څخه د ټپیانو د اېستلو هڅه کوله چې د دې برید مستقیم هدف وګرځېدل، دوی هم پر اسرائیلي ځواکونو توغندیز برید وکړ.
دا شخړې یو کال وړاندې هغه مهال پیل شوې چې حزب الله د غزې د جګړې په پیل کې د فلسطیني پوځي ډلې حماس په ملاتړ پر اسرائیلو برید وکړ. دې شخړې په دې وروستیو اونیو کې د پام وړ شدت موندلی دی.
اسراٸيلو په بیروت، جنوبي ښارګوټي، جنوبي لبنان او د بيقاع دره بمباري کړې او بیا یې خپل ځمکني ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
منځنی ختیځ اوس هم د دغو شخړو د لا زیاتېدو لپاره لوړ ګواښ کې واقع دی او په دې هېواد باندې د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ایران د توغندیو د برید په اړه د اسرائیلو ځواب ته انتظار باسی.
ددې سربېره، خلیجي هېوادونه له واشنګټن څخه غوښتنه کوي چې د ایران د تېلو تاسیساتو باندې د اسراٸیلو د برید مخه ونیسي، دوى وېره لري چې که شخړه نوره هم شدت ومومي، د دوی د تېلو تاسیسات هم د تهران د نیابتي ډلو لخوا په نښه کېدای شي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن او د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د چهارشنبې په ورځ پر ایران د اسرائیلو د برید د احتمال په اړه خبرې وکړې. د دواړو خواوو په وینا، دا اړيکه ګټوره وه.
د یادولو وړ ده چې د اسراٸیلو بریدونو په تېر کال کې په لبنان کې لږ تر لږه ۲زره۱۶۹ تنه وژلي دي. د لبنان حکومت اعلان وکړ چې د دغو تلفاتو ډېره برخه د سپټمبر په ۲۷ د اسرائیلو د پوځي کمپاین له پراخېدو وروسته رامنځ ته شوې ده. دا احصایه د ملکي وګړو او وسله والو ځواکونو ترمنځ توپیر نه کوي.
په همدې موده کې د اسرائیلي چارواکو په وینا له اسرائیلو سره د حزب الله په جګړه کې ۵۳ کسان وژل شوي چې تر نیمايي زیات یې ولسي وګړي دي.
د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو ویلي، د دوی دوه سرتېري هغه مهال ټپیان شول، چې یوه اسرائیلي ټانک په رأس الناقوره کې د دوی پر مرکز د څارنې په یوه برج ډزې وکړې.
سپینې ماڼۍ ویلي، پر سوله ساتو ځواکونو هر ډول قصدي برید له نړیوالو بشري حقونو څخه جدي سرغړونه ده.
دغه شخړه چې یو کال وړاندې د حزب الله له خوا د حماس په ملاتړ پیل شوې وه، په وروستیو اونیو کې يې زور اخیستی او اسراییلو د لبنان په جنوب او نورو سیمو کې پراخ بریدونه پیل کړي دي.