افغانستان

اوراسيا: القاعده په عملي توګه په افغانستان کې خوندي پټنځای لري

KABUL, AFGHANISTAN-AUGUST 14: Afghan Taliban celebrate the third anniversary of their takeover of Afghanistan with a series of events, including a military parade in front of former US Embassy in Kabul, Afghanistan on August 14, 2024. Bilal Guler / AnadoluNo Use USA No use UK No use Canada No use France No use Japan No use Italy No use Australia No use Spain No use Belgium No use Korea No use South Africa No use Hong Kong No use New Zealand No use Turkey

د ارواسيا خبري-تحليلي شبکه په يوه نوي تحلیل کې وايي، د حقاني شبکې سره چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې کلیدي وزارتونه کنټرول يې په لاس کې دى، القاعده په افغانستان کې خوندي پټنځای لري.

تحليل وايي، حقاني شبکه، چې له القاعده سره د اوږدې مودې راهيسې اړيکې لري، د طالبانو په نوي حکومت کې مهم واکونه لري.

راپور وايي، «د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د هغه د تره خلیل الرحمن حقاني په څېر کسان چې د کډوالو چارو وزارت مشري کوي، د کابینې په لېست کې له نومونو بهر دي.»

راپور وايي، دا موضوع القاعده ته د خپلو شبکو د بیا جوړولو لپاره لاره هواروي.

په راپور کې د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د پخواني سلاکار مایکل سمپل په حواله ویل شوي، چې د طالبانو له خوا د مناسبو شرایطو له امله ښايي القاعده په چټکۍ سره جوړه شي.

راپور وايي:«د استخباراتو د مرستیال په توګه د ملا تاجمیر جواد ټاکل دا اندېښنه لا پسې پیاوړې کوي.» جاوید، چې پخوا د حقاني شبکې قوماندان و، اوس د افغانستان د حساسو امنیتي سکتورونو مسٶول دی.

د راپور له مخې، د حقاني شبکه او القاعده د ایډیالوژیکي پیوستون او کورنیو ودونو له امله سره یوځای شوي، چې د بهرنیانو لپاره یې د دوى ترمنځ د اړیکو ماتول ستونزمن کړي دي.

اوراسيا وايي، مخکې له دې چې طالبان واک واخلي، د القاعدې ځواکونو د طالبانو په لیکو کې نفوذ کړی و.

خو د ۱۹۹۰ لسیزې برعکس، کله چې القاعده افغانستان د نړیوالو ترهګريزو بریدونو لپاره د یوې اډې په توګه کاراوه، دا ډله ممکن یوه پټه ستراتیژي تعقیب کړي.

په داسې حال کې، چې افغانستان د القاعدې لپاره د احتمالي خوندي پټنځای په توګه بیا ظهور کوي، نړیواله ټولنه د یوې مهمې پریکړې سره مخ ده.