افغانستان

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله: د بشریت ضد جرمونه نوي کنوانسیون ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په شپږمه حقوقي غونډه کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق وویل چې نړیوال کنوانسیون باید جنسیتي تبعيض په رسمیت وپېژني.

د هغه په وينا، چې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي او مجازاتو لپاره یوه نړیواله تګلاره تر بل هر وخت زیاته اړينه ده.

د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې د افغان استازي په حواله راغلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په اړه کره راپورونه شته، چې کېدای شي د بشریت ضد جرمونو په تعریف کې شامل شي.

 ډیری هیوادونه چمتو دي چې دا خبرې اترې پیل کړي او یو عمومي کنوانسیون جوړ کړي، په داسې حال کې چې نورو هېوادونو شک څرګند کړ او د نظرونو دوامدار اختلاف ته یې اشاره وکړه.

د مکسیکو استازي د ٢٠١٩ کال  د کمېسیون لخوا تصویب شوې مسودې سره د شپږمې کمېټې د تعامل تاریخچې ته په اشارې د غير فعالې دورې د ماتولو په اړتیا ټینګار وکړ او د پرېکړه لیک مسودې ته چې مکسیکو او ګامبیا په شمول د ٨٦ نورو هېوادونو د بشریت په وړاندې جرمونو کنوانسیون د خبرو اترو لپاره د ٢٠٢٩ کال د استازو کنفرانس لپاره يې وړاندې کړې وه، اشاره وکړه.

د کیپ ورد استازي، د پرتګالي ژبو د ټولنې د هېوادونو د ویاند په توګه، ټینګار وکړ چې دا ډول کنفرانس کولی شي د هېوادونو سره مرسته وکړي چې خپلې اندېښنې راپورته کړي او د یو کنوانسیون مسوده جوړه کړي چې جامع او د تطبیق وړ وي.

د پیرو استازي د لاتینې امریکا د څو هېوادونو په استازیتوب د بشریت ضد جرمونو په اړه د نړیوال کنوانسیون نشتوالي ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دې قانوني خلا ډکول یوه اخلاقي او بېړنۍ دنده ده.

له بلې خوا د قطر استازي په دې باور دي چې ملي قضايي ارګانونه د دغو جرمونو د محاکمې لپاره تر ټولو ښه ځای دی، خو یو نړیوال سند کولای شي د نړیوالو قوانینو له تدریجي پراختیا سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې د هسپانيا استازي دې ته په اشارې سره وويل چې زياتره هېوادونه لا تر اوسه د دغو جرمونو د جزا لپاره کورني قوانين نه لري او يو نړيوال کنوانسیون کولای شي دغه تشه ډکه کړي.

خو، ځینې استازو لکه ايرلینډ، په دې باور وو چې شپږمې کمېټې د مسودې مادې په کافي اندازه بیاکتنه کړې او اوس د کنوانسیون مسوده ته چمتو شوې، پداسې حال کې چې نورو لکه اریتریا او نامیبیا د مسودې د مادو په انتخابي ماهیت او نيمګړتياو اعتراض درلود.

په پای کې د ګمبیا استازي ټینګار وکړ چې یوازې د خبرو اترو له لارې کولای شو د مسودې د مادو نیمګړتیاوې له منځه یوسو او د پام وړ پرمختګ ترلاسه کړو.