د هېواد په شمال ختیځ تخار ولایت کې د طالبانو له خوا د خلکو د جسمي مجازاتو په دوام درې تنه په عام محضر کې په درو ووهل.
د طالبانو تر ادارې لاندې د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې نن (چهارشنبه، تلې ۱۸) دوه ښځې او یو سړی د «زنا» په تور مجازات شول.
د دې خبرپاڼې پر بنسټ، له دغو کسانو هر یو د طالبانو له خوا «۳۹ درې» وهل شوي دي.
په تېرو درېیو اونیو کې طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا شل کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.
د طالبانو د څرګندونو څخه د آمو لخوا د راټولو شویو احصایو پر بنسټ، په تېرو درېیو کلونو کې لږ تر لږه ۷۰۰ تنه د طالبانو لخوا په بېلابېلو ولایتونو کې په درو وهل شوي دي.
ملګرو ملتونو هم په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې طالبان له نیوکو سره سره خلکو ته فزیکي سزا ورکوي.
ملګري ملتونه او همدارنګه د بشري حقونو نورو نړیوالو سازمانونو په کراتو د طالبانو له خوا د خلکو د جسمي مجازاتو د مخنیوي غوښتنه کړې.