افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید سمدستي پر پښتون ژغورنې غورځنګ لګېدلي بندیزونه لغوه کړي

د بښنې نړیوال سازمان نن (سه شنبه د تلې ۱۷مه) اعلان وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ باندې د پاکستان د حکومت بندیز او د لږکیو ډلو د سوله ییزو فعالانو او لاريون کوونکو په نښه کولو لپاره د ترهګرۍ ضد قوانینو کارول په دې هیواد کې د سوله ییزو انجمنونو او غونډو د ازادۍ او حقونو سپکاوی دی.

دغه سازمان په یوه بیان کې زیاته کړې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو بندیز د مخالفو ډلو پر سوله ییزو لاریونونو او غونډو باندې د پاکستاني چارواکو د «منظم او نه ستړي کیدونکي فشا»

برخه ده.

بابو رام پنت، د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا لپاره د سیمه ييزې ادارې مرستیال، وویل: «خپلسري بندیز د ترهګرۍ د قانون له واکونو څخه سرغړونه ده، چې پاکستاني چارواکو لخوا په غیرقانوني توګه د زور کارولو، جبري لا درکه کولو او په سیمو کې د دا ډولو تحرکاتو د رسنيز  پوښښ باندې بندیز لګولو خاشيه کې اوسېدونکي خلک ځپلي دي.»

په عین حال کې، د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د پاکستان حکومت باید سمدستي بندیزونه لیرې کړي او د «پرامن اعتراضونو او غونډو جرم ګڼل» پای ته ورسوي.

د تروریزم ضد قوانینو له لارې د مخالفانو فعاليتونه جرم ګڼل

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ  ضد قانون د پراخو واکونو لاندې کولی شي هر هغه سازمان چې «د کومې معتبرې سرچینې څخه ترلاسه شوي معلوماتو پربنسټ» باندې بنديز ولګوي؛ خو د بښنې نړیوال سازمان وايي، پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه کوم کره شواهد نه دي وړاندې کړي.

بل خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړي زبیر شاه اغا د بښنې نړيوال سازمان سره په خبرو کې ویلي:«د ترهګرۍ ضد قانون له لارې زموږ د غورځنګ د جرمي کولو اوږدې او همغږې هڅې شتون لري.»

د زور څخه ناوړه ګټه اخیستنه، په خپله خوښه توقیف او نیول

ښاغلي زبیر ددې په څرګندولو چې دا يو تکتيک دى چې د پاکستان د حکومت لخوا کارول کېږي وويل «په تېرو وختونو کې، زموږ د غورځنګ غړي همداراز د عامه نظم د حکمونو لاندې د عامه غونډو څخه مخکې او وروسته په نښه شوي دي.» 

د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د وروستیو نیول شویو کسانو په استناد ویلي چې پاکستاني چارواکو د روانې میاشتې له لومړۍ نیټې څخه تر دویمه د خیبر په جمرود کې د یوه سوله ییز اعتراضي کمپ د ماتولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او د وسلو ډزې وکړې. د دغه هیواد د پولیسو له خوا شاوخوا سل فعالان نیول شوي دي.

د دې ترڅنګ د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ ۱۶ محصلین چې نه یې غوښتل د پښتون ژغورنې غورځنګ په لاريونونو کې برخه واخلي د «عامه شرارت»په تور نیولي دي.

همدارنګه د بښنې نړیوال سازمان وايي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر علي وزیر د روان کال د اګست له درېیمې راهیسې په زندان کې دی.

خو له خوشې کېدو لږ وخت وروسته د هغه د آزادي ناقانونه بللو له امله یو ځل بیا ونیول شو.

خو د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د سوله ییزې جرګې د ازادۍ حق ته درناوی وکړي او د پښتنو د ملي جرګې ته د خنډونو د پيدا کولو دې ډډه وکړي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د پاکستان حکومت باید سمدستي د پښتون ژغورنې غورځنګ ټول هغه فعالان او ملاتړي خوشې کړي چې «په خپلسري ډول نیول شوي او توقیف شوي دي».