افغانستان

د پاکستان له زندانونو ۲۸ افغانان آزاد شول

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې په پاکستان کې له زندانونو ۲۸ افغانان له بنده آزاد شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې دغه بندیان له خوشې کېدو وروسته پرون (دوشنبه د تلې ۱۶مه) هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي چارواکي وايي، دغه کسان د پاکستاني پولیسو له خوا له دې امله نیول شوي او زنداني شوي، چې قانوني اسناد یې نه درلودل.

دغو کسانو له ۴۰ تر دوو میاشتو د پاکستان په زندانونو کې تېرې کړي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼه له مخې، په دغو بندیانو کې اته نوي ځوانان هم شامل دي.