په یوه ورځ کې نږدې ۳۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي چې د هېواد ۳۴۶ کډوالې کورنۍ پرون له ایران او پاکستان څخه په« جبري او اختياري »توګه ویستل شوې دي.
د دغه راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې دغه اژانس وايي، ۲۱ کورنۍ د تورخم له لارې او ۱۵ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، ۱۱۴ کورنۍ د پل ابرېشم او ۱۹۶ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.
په همدې حال کې، د آمو د یوې څېړنې موندنې ښیي چې «بېکاري» او «خراب اقتصادي وضعیت» د هیواد د اتباعو د غیرقانوني کډوالۍ بنسټیز لاملونه دي.
دا څېړنه په اوو ولایتونو کې د ښځو په ګډون له ۳۳ کسانو سره شوې چې د غیر قانوني کډوالۍ تجربه یې درلوده.
له دې جملې څخه ۴۵.۴ سلنه ګډونوالو ویلي چې دوی د «خراب اقتصادي وضعیت» له امله په ناقانونه توګه کډوالۍ ته اړ شوي؛ خو ۹ سلنه یې دا هم ویلي چې دوی واک ته د طالبانو له راتګ سره د احتمالي جګړې له وېرې ناقانونه کډوالي پیل کړې ده.