افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې له ۱۲ میلیونو ډېر خلک د خوراکي توکو له «سخت» ناخوندیتوب سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې ۱۲،۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب سره مخ دي.

دغه سازمان وايي چې ډېری افغان اتباع نه پوهېږي چې څنګه خپل راتلونکی خواړه ترلاسه کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي چې د ٢٠٢٤ کال تر ډسمبر پورې په هېواد کې اړو خلکو ته  مرستې کڅوړې چمتو کولو «بېړني»” تمویل لپاره  ٦١٧ ميلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې د طالبانو د حاكميت له بیا ټينګښت وروسته د مرستو د بستونو د تمویل لپاره سخت مالي کړکېچ د خوراکي توکو د مرستو رسولو بهیر له خطر سره مخامخ کړی دی.

دا بنسټ زیاتوي چې دا یوازې په افغانستان کې د یو ميلیون وږو خلکو سره مرسته کولی شي، او له ١١ ميلیون څخه ډیر نور چې د«سخت» خوراکي ناخوندیتوب په کچه دي، د بودیجې د نشتوالي له امله به د مرستې څخه بې برخې شي.

په داسې حال کې چې په هېواد کې د خوارځواکو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی، د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې ۱.۴ میلیونه ماشومان او شیدې ورکونکې میندې به له ځانګړي غني شويو خوراکي کڅوړو بې برخې شي.

د دغه سازمان په راپور کې همداراز ویل شوي چې د اقلیم بحران په ټول هېواد کې د ټولنو لپاره ننګونې زیاتې کړي دي.