د یکشنبې په شپه د کراچۍ نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه په یوه چاودنه کې دوه چینايي وګړي ووژل شول.
په پاکستان کې د چین سفارت دا بريد «ترهګریز بريد» بللی دی.
په اسلام آباد کې د چین د سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه برید پر یوه موټر د لاسي بم له امله رامنځته شوى دى چې د بندر قاسم برېښنا شرکت د چینايي انجینرانو کاروان یې په نښه کړ.
د بلوچستان د ازادۍ بېلتون غوښتونکې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پرغاړه اخیستی او اعلان یې کړی چې د دې برید هدف چینايي وګړي وو.
د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکې ډلې پوځ چې له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان د سویل لویدیځ بلوچستان ایالت د خپلواکۍ په لټه کې دی، په پاکستان کې د چین د ګټو په نښه کولو تاریخ لري، په ځانګړې توګه په سیمه کې د بیجینګ د پانګونې ګټې په نښه کوي.
د چین سفارت په دغه خبرپاڼه کې دغه برید غندلی او د قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: «په پاکستان کې د چين سفارت او کونسلګرۍ د دواړو هېوادونو له بې ګناه قربانيانو سره تسليت وايي او د ټپيانو او د هغوی له کورنيو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.»
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تایید کړې چې په چاودنه کې یو بل چینایي تبعه ټپي شوی دی. هغه همداراز ويلي چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.
هغه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «پاکستان د خپلو چینایي ملګرو ساتنې ته ژمن دی. موږ به د دوی د خوندیتوب او هوساینې ډاډ ترلاسه کولو لپاره هیڅ ډول هڅې ونه سپموو.»
دا برید داسې مهال شوی، چې ټاکل شوې د چین لوړ پوړي چارواکي په پاکستان کې په راتلونکو غونډو کې ګډون وکړي. په دې غونډه کې به په یوه لسیزه کې پاکستان ته د هند د بهرنیو چارو د وزیر لومړی سفر هم شامل وي. که څه هم پاکستاني چارواکو د دې غونډې لپاره د امنیتي تدابیرو د ټینګولو ژمنه کړې ده. خو دا هېواد په روانه اونۍ کې د عمران خان د پلویانو له خوا د پراخو لاريونونو او امنیتي پېښو شاهد دی.
د جيو نيوز خبري شبکې د راپور له مخې، په دې چاودنه کې لږ تر لږه لس نور کسان ټپيان شوي دي.