ورزش

 د هېواد د رستمي غیږ نیونې ملي لوبډله د ایران د سولې او ملګرتيا سياليو اتله شوه

د افغانستان د رستمي غیږ نیونې ملي لوبډلې د ایران د سولې او ملګرتيا جام په سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ.

د هېواد د سامبو کورش فدراسیون چارواکي وايي، دغه سیالۍ د ایران په کوربه توب په سیستان او بلوچستان کې ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د ملي رستمي قهرمانانو څلور د سرو زرو او یو د برونزو مډالونه وګټل.

 د يادولو وړ ده، چې افغان رستمي غیږ نیوونکو په ګروپي سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ.

بل لور د ايران او پاکستان هېوادونه په دويم او درېيمه درجه کې راغلي دي.