افغانستان

په کندهار کې د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ یو ځل بیا نښته رامنځته شوې

د کندهار ولایت سیمه ییزو سرچینو تایید کړې، چې د دغه ولایت په شورابک ولسوالۍ کې یو ځل بیا له پاکستاني پوله ساتو سره د طالبانو نښته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه جګړه نن سهار (د تلې ١۵مه) د ښورابک ولسوالۍ په نوشک او ګزنل سيمو کې پيل شوې او لا هم دوام لري.

سرچینه زیاتوي، چې نښته هغه مهال رامنځته شوه، چې وسله والو طالبانو پلان درلود، چې یوه امنیتي پوسته جوړه کړي، خو د پاکستاني پولع ساتو له خوا پرې برید وشو.

تر اوسه د دې جګړې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.