افغانستان

د کابل – جلال آباد پر لويه لاره يوې ترافيکي پېښې له يو تن ژوند واخيست

د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د باختر آژانس د راپور پر بنسټ، د لغمان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند يونس يوسفزى وايي چې دغه پېښه د درېيو موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د لغمان د ولايتي روغتون ډاکتران وايي چې د دې پېښې د ټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو دى.

دا په داسې حال کې ده، چې د آمو ټلوېزيون د راټولو شويو شمېرو پر بنسټ، په تېرو دوو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په بېلابېلو ترافيکي پېښو کې د دغه کس په ګډون له سلو ډېر کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

دا احصایه د دې پیښو له امله د تلفاتو په تاریخ کې زیاتوالی ښیي.

په هېواد کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ترافيکو رياست مسوولينو له دې مخکې ويلي وو، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د موټرونو د تېز سرعت له امله رامنځته کېږي.