افغانستان

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې نږدې سل کډوالې کورنۍ اېستلي

په یوه ورځ کې نږدې سل افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس په یوه راپور کې ویلي چې د هېواد ۸۵ کډوالې کورنۍ پرون (شنبه د تلې ۱۴مه) له ایران او پاکستان څخه په جبري او اختياري توګه ویستل شوې دي.

د دغه راپور له مخې دغه کډوال د ننګرهار، قندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له لارو څخه هېواد ته داخل شول.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه اژانس وايي چې ۲۵ کورنۍ د تورخم او ۳۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.

په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، د نیمروز ولایت د پل ابرېشم  ۱۹ کورنۍ او دغه راز ۱۱ نورې کورنۍ د اسلام قلعه له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

په همدې حال کې، د آمو د یوې څېړنې موندنې ښیي چې «بېکاري» او «خراب اقتصادي وضعیت» د هېواد د اتباعو د غیرقانوني کډوالۍ بنسټیز لاملونه دي.

 دا څېړنه په اوو ولایتونو کې د ښځو په ګډون له ۳۳ کسانو سره شوې چې د غیر قانوني کډوالۍ تجربه یې درلوده.

له دې جملې څخه ۴۵.۴ سلنه ګډونوالو ویلي چې دوی د «خراب اقتصادي وضعیت» له امله په ناقانونه توګه کډوالۍ ته اړ شوي؛ خو ۹ سلنه یې دا هم ویلي چې دوی واک ته د طالبانو له راتګ سره د احتمالي جګړې له وېرې ناقانونه کډوالي پیل کړې ده.