افغانستان

 طالبانو له روسیې سره د «ډیپلوماتیکو اړیکو» پر دوام ټینګار وکړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې یو ځل بیا له مسکو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پراخولو ټینګار وکړ.

د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت نن (شنبه د تلې ۱۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مسکو د ناستې په څنډه کې د دواړو لورو چارواکو خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې ښاغلي متقي زیاته کړې چې د مسکو فارمټ غونډه د طالبانو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

طالبان همدارار غواړي چې دا غونډه د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخولو په میکانیزم بدله شي.

په دې غونډه کې امیر خان متقي یو ځل بیا ادعا وکړه چې په افغانستان کې اوسني «امنیت» په دې هېواد کې د پانګونې ښه فرصتونه برابر کړي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په حواله ویل شوي چې ښاغلي لاوروف په دې کتنه کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر خلاصون ټینګار وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې مسکو غواړي له طالبانو سره اړیکې پراخې کړي او له همدې امله غواړي په افغانستان کې د کرنې، کانونو او ترانسپورت په برخو کې پانګونه وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي دي چې دغه هېواد به د افغانستان په تړاو په ټولو غونډو کې برخه واخلي.