افغانستان

 سرچینې: طالبانو په پنجشېر کې۷ تنه نیولي دي

Panjshir province, Afghanistan. July 2022.

 سرچینو آمو ته ویلي، چې طالبانو د پنجشېر ولایت په عبدالله خېلو دره کې اووه تنه نیولي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، له تېرې شپې راهيسې طالبانو په  دغه دره کې ټولې لويې او فرعي لارې تړلې دي.

خو سرچينو په دې اړه جزئيات نه دي ورکړي، چې ياد کسان په کوم تور نيول شوي دي.

د ملي مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د پنجشېر ولایت په دره ولسوالۍ کې يې د طالبانو پر یوه قرارګاه په برید کې يې لږ تر لږه ۱۳ طالبان وژلي او دوه نور يې ټپیان دي.

په پنجشېر کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند ویلي، چې په یوه مېلمستون کې چاودنه د ګازډبې د چاودلو له امله رامنځته شوې ده.