افغانستان

ریچارډ بينټ د ښځو په اړه د اروپا د عدالت محکمې پرېکړه «مهم قضاوت» وباله

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ په هېواد کې د ښځو په اړه  اروپا د عدالت محکمې پرېکړه «یو مهم قضاوت» وباله.

بینټ د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، «د افغانستان په اړه د اروپايي اتحادیې د عدالت محکمې مهمه پرېکړه دا په ګوته کوي چې افغان مېرمنې د یوې ډلې په توګه ځورول کېږي.»

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ټينګار کړى، چې د اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو د ارزونې پر وخت یوازې د افغان مېرمنو جنسیت او تابعیت په پام کې ونيسي.

د اروپايي اتحادیې د عدالت محکمې، چې د اروپايي اتحادیې تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی، د دوشنبې په ورځ پرېکړه کړې چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو تبعیضي کړنې د «د ځورونې بېلګې» دي.

دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې دوو افغان مېرمنو شکایت وکړ چې د اترېش د کډوالو د ادارې له خوا د دوی د پناه غوښتنلیکونه رد شوي دي.

په دغه حکم کې راغلي، چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه کولای شي یوازې د افغان ښځو جنسیت او تابعیت په پام کې ونیسي کله چې د دوی د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه تر ارزونې لاندې نيول کېږي. دغه دوو مدعيانو ښځو د اترېش په یوه محکمه کې استدلال وکړ چې یوازې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ښځو لپاره شرایط د دوی غیر عادي حالت ثابتولو لپاره کافي دي.