د طالبانو تر واک لاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت له خوا جوړو شویو استوګنځایونو ته به د برېښنايي قبالو وېش پیل کړي.
د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ددغو قبالو د وېش بهیر د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده په امر ترسره کېږي.
په همدې حال کې یو شمېر هېوادوال د طالبانو تر واک لاندې د ښار او کور جوړونې وزارت له خوا د پروژو پر نه پلي کېدو نیوکه کوي او وايي، چې د طالبانو د واکمنۍ له پیله تر اوسه د دغه وزارت ډېرې پروژې نه دي بشپړې شوې، چې له امله يې دوى له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د هېواد اوسېدونکي د نوي کابل د پروژې پلي کول هم له دغو پروژو څخه بولي.
دا پروژه د پخواني افغان حکومت پر مهال پیل شوه؛ خو د بېلابېلو دلایلو له امله په هغه وخت کې يې عملي کار کې پرمختګ ونه کړ او بشپړه نه شوه.