افغانستان

 يوې چاودنې په پنجشير کې شپږ تنه طالبان ټپيان کړل

شپږ تنه طالبان په پنجشير ولايت کې د طالبانو په يوه قرارګاه کې د ماين په چاودنه کې ټپيان شول.

تر اوسه خپلواکو سرچینو د پېښې نوعیت نه دی تایید کړی؛ خو د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، پېښه د ګازو ډبې د چاودنې له امله رامنځته شوې، چې له امله يې شپږ تنه ټپيان شوي دي.

د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عابدالله فاروقي رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه د دره ولسوالۍ په يوه «مېلمستون» کې رامنځته شوې ده.

د يادولو وړ ده، چې دا پېښه د جمعې(تلې ١٣مه) په ماښام شاوخوا یوه بجه رامنځته شوې ده.