افغانستان

 ایرانی چارواکى: د افغاني غالیو قاچاق ایراني محصولاتو ته سخت زیان رسوي

د ایران د صنایعو خونې د غالیو، هنر او لاسي صنایعو د کمېسیون مشر مرتضی حاجي آقامیري په دغه هېواد کې د دغه کمېسیون په غونډه کې ويلي چې د افغاني غالیو قاچاق د ایران صنایعو او تولیداتو ته جدي زیان رسولی دی.

 د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، هغه دې موضوع ته په اشارې سره وویل: «ایران ته د افغاني غالیو قاچاق په ایران کې د لاسي اوبدلو غالیو تولید او بازار ته جدي زیان رسوي.»

مرتضی حاجي آقامیري وايي چې اوس مهال د افغانستان جوړ شوي غالۍ د ایران په نندارتونونو، بازارونو او یا هم د دغه هېواد په آنلاین پلورنځیو کې پلورل کېږي.

په ورته وخت کې د ایران د فرشونو او غالیو د تولیدونکو او صادرونکو اتحادیې مشر علانور توکلي ویلي، چې په افغانستان کې تولید شوي غالۍ ته د دغه هېواد د وګړو د لېوالتیا یو لامل د هغوی خراب اقتصادي وضعیت او ارزانه بیه ده.

ښاغلی توکلي زياته کړې، چې غالۍ ارزانه خو ښايسته رنګونو غالۍ او افغاني ډيزاين يې د ايران بازار خپل کړی او په نا مساوي اقتصادي سيالۍ کې يې ګټونکې دي.

ښاغلي توکلي د ایران د صنایعو خونې د غالیو، هنر او لاسي صنایعو د کمیسیون په غونډه کې وویل: « د افغانستان غالۍ د ایراني غالیو په پرتله ښه کیفیت نه لري او نه هم ځانګړی هنر لري. د دوی یوازینۍ ګټه د دوی تازه رنګ او ډیزاین دی خو د لوړ کیفیت او ټیټ نرخ سره.»

په ورته وخت کې د ایران د صادراتو او وارداتو د څارنې د څانګې مشر، نوذري وویل: «قاچاق د هېواد په تولیداتو ناوړه اغېز کوي او موږ له بېلابېلو ښارونو څخه احصایې لرو. په دې برخه کې، مونږ د سوداګريزو اتحادیو همکاريو ته اړتيا لرو. زموږ ټیم د غالۍ پیژندنې، د تولید موقعیت، او داسې نورو کې ځانګړې همکارۍ ته چمتو دی. د غالیو د قاچاق پر وړاندې مبارزه باید په نښه شي. اصلي شبکه څوک دي؟ آیا قاچاق منظم دی او که نه، او بالاخره موږ په دې برخه کې له فعالینو سره معلوماتو او تعامل ته اړتیا لرو.»

د ایران د صنایعو خونې چارواکو همداراز په دې غونډه کې ويلي چې د اقتصادي ستونزو، انفلاسیون، د څارنې او نه پېژندنې له امله په افغانستان کې تولید شوي غالۍ د ایران بازار ته مخه کړې ده.