افغانستان

 د ازادۍ څراغ د ښځوغورځنګ: په بند کې د جاوید کوهستاني پاتې کېدل د سیاسي بندیانو په اړه بې پروايي ده

جاوید کوهستانی، آگاه مسائل سیاسی

په پاکستان کې د مېشتو افغان مېرمنو د ازادۍ څراغ غورځنګ د عدالت غوښتنې په يوه راټولېدنه کې ویلي، چې د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني د طالبانو په زندان کې بندي دی، نه یوازې دا چې د خلکو له بشري حقونو څخه سرغړونه ده، بلکي د هېواد سیاسي بندیانو په اړه بې پروايي ښيي.

دغه غورځنګ وايي:« ښاغلی کوهستاني د زړه په ناروغۍ اخته دی او درملنې او درملو ته اړتیا لري. لازمي طبي پاملرنې ته د هغه نه لاسرسى او د زندان غیر انساني شرایط به د هغه روغتیا ته نه جبرانېدونکي پایلې ولري.»

د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني د تېرې پنجشنبې په ورځ ( تلې ۵مه) د کابل ښار په خیرخانې سیمه کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو.

د طالبانو د استخباراتو له خوا د ښاغلي کوهستاني د نیولو لامل لا نه دی څرګند.

طالبانو د نوموړي د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

په ورته وخت کې د افغان ښځو د ازادۍ څراغ غورځنګ د بشري حقونو له سازمانونو او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې دې مسالې ته دې «عاجل پام» وکړي او د طالبانو له زندانه دې د ښاغلي کوهستاني د خلاصون لپاره اقدام وکړي.

دغه غورځنګ همداراز وايي: « موږ د دې بې عدالتۍ پر وړاندې چوپه خوله نه شو پاتې کېدای او د سیاسي بندیانو له حقونو د هر اړخېز ملاتړ غوښتنه کوو.»

جاوید کوهستاني پر افغانستان د طالبانو د بيا واک ټينګښت وروسته له هېواده وتلى و، خو د طالبانو له خوا د «عمومي عفوې» تر اعلان وروسته، هغه د تېر کال په دوبي کې کابل ته راستون شو.